Home » افغانستان » اروپایي ټولنې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کوي

اروپایي ټولنې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کوي

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي اعلان کړی چې ۲۰۰زره یورو، چې ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ کېږي، د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره ځانګړې کړې دي.

اروپايي ټولنې پرون دوشنبې د غبرګولي ۷مه په خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیسې د افغانستان لوېدیځ، شمالي او شمال ختیځو سیمو کې د ۲۸زره سېلاب ځپلو لپاره ځانګړې شوې دي.

د اروپایي ټولنې استازي دا هم ویلي چې دا پیسې به د روغتیا او سرپنا او د دوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مصرف شي.

اروپایي ټولنې د روانې میلادي میاشتې په ۲۱مه نېټه اعلان کړی چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره ۴۰۰زره یورو مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ پسرلی د هېواد په ډېرو سیمو کې سیلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه واړول.

دغو سېلابونو په بغلان، غور، تخار، فاریاب او بدخشان ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اړولي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...