د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی، چې اروپايي ټولنې د دې موسسې له لارې په افغانستان کې زدکوونکو نجونو ته د خوړو لپاره لس میلیونه یورو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو د څانګې مشرې «هېسو وي لي» د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولې ۹ مه) په یوه راپور کې وویل چې په دې مرستې سره به د ښوونځیو پر دوه میلیونه زده کوونکو خوراکي توکي ووېشل شي.
د ویلو ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام تر دې وړاندې په افغانستان کې اړمنو ته د خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې د بوديجې د کمښت خبر ورکړى و.