Home » سیمه او نړی » اروپايي ټولنه: ښایي ډېر ژر له ایران سره پر اټومي مسایلو یوه هوکړه رامنځ ته شي
رویداد خبري آژانس

اروپايي ټولنه: ښایي ډېر ژر له ایران سره پر اټومي مسایلو یوه هوکړه رامنځ ته شي

اروپايي ټولنه وایي تمه ده چې ډېر ژر له ایران سره پر اټومي مسایلو یوه هوکړه رامنځ ته شي.

په وین کې د ایران د اټومي هوکړې پر سر پنځم دور مذاکرات هم پای ته رسېدلي دي.

د اروپايي ټولنې استازي ددې مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته ویلي، تمه ده چې د مذاکراتو په بل دور کې د دواړو لورو ترمنځ یو توافق رامنځ ته شي.

نوموړي ویلي سره له پرمختګونو ځینې ستونزې او خنډونه هم شته دي چې د له منځه وړلو لپاره یې هڅې پيل شوې دي.

د بایډن له واکمنۍ سره سم د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي تړون پر بیا احیا کولو خبرې روانې دي او د بايډن اداره غواړي له ایران سره ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...