د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن وايي، قطر ته د اميرخان متقي په مشرۍ پلاوي د ليدنو پرمهال ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکي پسرلي کې به د هلکانو او نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې پرانيزي.
نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، له طالب پلاوي سره د اروپايي ټولنې د ليدنې اجنډا تر ډېر د هلکانو او نجونو پر زدهکړو متمرکزه وه او د طالبانو د ژمنې له مخې به د ۱۴۰۱ لمريز کال په وري مياشت کې ښوونځي او پوهنتونونه بيا پرانيستل شي.
نېکولسن دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د ښځينه فعلانو ترې تم کېدل د اندېښنې وړ دي او په خبره د ښځينه فعالانو ترڅنګ يې د لږکيو د حقونو په اړه هم خپلې اندېښنې له طالب لوري سره شريکې کړي دي.
نوموړي خبر ورکړی چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ۵سوه مېليونه يورو په ارزښت مرستې کولو ته ژمنه ده او زياته کړې يې ده چې دا مرستې به خلکو ته د خوراکي توکو په چمتوو کولو، روغتيايي خدمتونو، زدهکړو او لومړنيو اړتياوو ته پر لاسرسي ولګېږي.