د اروپايي ټولنې چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت رسميت پېژندنې مسئلې ته په اشارې سره ويلي، چې د دې هدف ترلاسه کولو په موخه طالبانو ته په کار دي چې يو لړ ګامونه پورته کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن نن يکشنبه د (وږي په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له شپږم ټولګي څخه د پورته زدهکوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو خلاصول مهم دي؛ خو زياتوي د رسميت پېژندنې په موخه بايد طالبان نور ګامونه هم پورته کړي.
نوموړي زياته کړې، چې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت رسميت پېژندنې لپاره اړتيا ده، چې کورنی مشروعيت ترلاسه او دغه راز له نړيوالې ټولنې اړيکې عادي کړي.
نيکلاسن له امو ټلوېزيون سره هم په تازه مرکه کې همدې موضوع ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې اروپايي هېوادونه د طالبانو د حکومت رسميت پېژندلو ته چمتوو نه دي.
د نوموړي په خبره، که څه هم د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانيستې موضوع مهمه ده؛ خو که طالبان د نجونو پر مخ دروازې خلاصې هم کړي، په رسميت به ونه پېژندل شي.
افغانستان يوازېنی هغه هېواد دی چې د پيغلو نجونو پر مخ په کې ښوونځي تړل شوي دي. که څه هم ويلي چې د نجونو د زدهکړو په برخه کې شرعي ملاحضه نشته؛ خو د بندښت د دوام له امله يې ډېره کله دا موضوع پر کلتور او شريعت پورې تړل شوې ده.