د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د خوراکي توکو په شمول د پوښاکي توکو د مرستې يوه بسته ولېږي.
نوموړي نن پنجشنبه د (مرغومي په ۳۰مه) ويلي، د ۷سوه ټنو په اندازه دا مرسته د ترکيې د خلکو اړوند بنسټونو له لوري چمتوو شوې او ژر به افغانستان ته ورسېږي.
ترکيه داسې مهال افغانستان د مرستې د رالېږلو خبر ورکوي چې ملګرو ملتونو ويلي، په افغانستان کې دا مهال د بېروزګارۍ کچه په مراتبو د لوړېدو په حال کې ده او دا چاره د دې سبب شوې چې زيات شمېر افغانان بشري مرستو ته اړتيا پيدا کړي.