Home » سیمه او نړی » ابراهيم رئيسي د ايران ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

ابراهيم رئيسي د ايران ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

د ايران ټاکنو ملي کمېسيون نن د (غبرګولي په ۲۹مه) د دغه هېواد د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې. د تازه پايلو له مخې د يادو ټاکنو مخکښ نوماند ابراهيم رئيسي د ټول‌ټال رايو ۶۲ سلنه ترلاسه کړي دي.

د ټاکنو ملي کمېسيون له دې اعلان سره د ايران د ولسمشريزو ټاکنو دوو نورو نوماندانو عبدالناصر همتي او محسن رضايي هم په ټاکنې کې خپله ماتې منلې او رئيسي ته يې د بريا مبارکي ويلې ده.

دوی هيله څرګنده کړې چې د رئيسي په مشرۍ د ايران نوې اداره به د ښه ژوند په موخه د عامه خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ، د اقتصادي پياوړتيا او د خلکو د هوساينې په برخو کې پوره هڅې وکړي.

رئيسي د ايران د ټاکنو ملي کمېسيون د پايلو او دغه راز د خپلو سيالو نوماندانو د غبرګون په اړه سم لاسي څه نه دي ويلي.

په ايران ولسمشريزې ټاکنې پرون جمعه د (غبرګولي په ۲۸مه) د ۷ نوماندانو ترمنځ ترسره شوې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...