Home » سپورټ » آی پي ایل؛ د بنګلور او ډیلي لوبډلو کلکتې او پنجاب ته ماتې ورکړې
رویداد خبري آژانس

آی پي ایل؛ د بنګلور او ډیلي لوبډلو کلکتې او پنجاب ته ماتې ورکړې

د هند غوره لیګ سیالیو په دوام لسمه لوبه د بنګلور او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شوه.

بنګلور په شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ګلېن مکسوېل د ۷۸ منډو او د اې بي ډیویلیرس د ۷۶ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۰۴ منډې وکړې.

د کلکتې لوبډلې د ۸ وېکټو په نقصان سره د ۱۶۶ منډې وکړې او لوبه ترې رایل چلېنجرز بنګلور په ۳۸ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی اې بي ډیویلیرس وپېژندل شو، هغه په ۳۶ توپونو ۷۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دویمه لوبه

د یکشنبې ورځې دویمه لوبه د پنجاب او ډیلي ترمنځ ترسره شوه، ډیلي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د کی اېل راهول د ۶۱ منډو او د میانک اګروال د ۶۹ منډو په مرسته ۱۹۵ منډې وکړې.

د ډیلي لوبډلې په ۱۸ اعشاریه دوه اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د شېکر دوان د ۹۲ منډو په مرسته هدف پوره کړ او پنجاب ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی شېکردوان وپېژندل شو، هغه په ۴۹ توپونو د ۱۳ څلوریزو او دوه شپږیزو په ملتیا ۹۲ منډې وکړې.

د دوشنبې په ورځ چینای سوپر کېنګز د راجستان پر وړاندې ۱۲ مه لوبه کې مخ ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ نن دوهمه یو ورځنۍ سیالي ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان ...