Home » سپورټ » یوسف پټان له نړیوال کرېکټ سره خدای په اماني وکړه
رویداد خبري آژانس
د هند کریکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی یوسف پټان

یوسف پټان له نړیوال کرېکټ سره خدای په اماني وکړه

 هندوستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوي الراونډر یوسف پټان له نړیوال کریکټ سره خدای په اماني وکړه.

یوسف پټان د هند لپاره په ۲۰۰۷ نړیوال جام کې یو خورا کلیدي او مهم رول ولوبولو او هند کریکټ ملي لوبډلې ته یې بریا ور په برخه کړې وه.

یوسف پټان پرون د جمعې په ورځ (د کب ۸ مه نېټه) په خپله ټوېټر پاڼه کې د استعفی اعلان وکړ.

هغه لیکي:” زه د زړه له کومې له خپلې کورنۍ، ملګرو، مینه والو ټیمونو، روزونکو او ټولو هېوادوالو څخه مننه کوم.”

نوموړی له خپلو ټولو مینه والو څخه خوښ دی او د دوی له بې سارې مینې څخه منندوی دی.

نوموړی د دې ترڅنګ په هند غوره لیګ کې هم ښه وه او يو ښه سفر یې هلته هم ترسره کړی وه، نوموړي په ۲۰۱۰ م کال کې په ۳۷ بالونو باندې سلیزه وهلې وه چې ډیری مینه وال یې حیران کړې وه.

یوسف پټان د عرفان پټان ورور دی. څه باندې دوه کاله مخکې عرفان پټان هم استعفا وکړه.

یوسف پټان د سپېن بالینګ الراونډر و او عرفان پټان بیا چټک کیڼ لاسی توپ اچوونکی و، دواړه تر ۲۰۱۵ م کال پورې له هندۍ لوبډلې سره ولوبېدل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...