Home » سپورټ » کرکټ؛د هند آی پي ایل سیالیو لپاره د لوبغاړو اخیستو نېټه اعلان شوه
رویداد خبري آژانس

کرکټ؛د هند آی پي ایل سیالیو لپاره د لوبغاړو اخیستو نېټه اعلان شوه

د نړۍ تر ټولو د مشهوره کرکټ لیګ لپاره د لوبغاړو اخیستولو نېټه اعلان شوه.

د IPL لیګ پر رسمې فېسبوک پاڼه خبر ورکړل شو، چې د آی پي ایل سیالیو ۱۴م پړاو لپاره د لوبغاړو رانیولو مراسم یا بولي د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه ترسره کیږي.

د یاد خبر له مخې دا مراسم د هندوستان په چینای ښار کې ترسره کیږي.

سږ کال اټکل کېده، چې په دې لیګ کې به د اتو لوبډلو په ځای لس لوبډلې ولوبیږي او سیالۍ به هم د نورو کلونو خلاف خورا په جلا او ښکلې توګه ترسره شي، خو هند کرکټ بورډ د نامعلومو دلیلونو له امله له یادو پریکړو بیرته په شا شوی.

د اٌصولو سره سم ددې لیګ کډونوالو لوبډلو څو ورځې وړاندې د هغو لوبغاړو لیست خپور کړ، چې له ځان سره یې ساتي او یا بولي ته وړاندې کیږي.

دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان خپلې لوبډلې د تېرکال په څېر خپلې لوبډلې له ځان سره وساتل او پرېنښودل، چې بولي ته وړاندې شي.

خو بل افغان لوبغاړی مجیب ځدران بیا خپلې لوبډلې کینګز الیون پنجاب د تېر کال خلاف له ځان سره ونه ساته او د هغو لوبغاړو په لیست کې یې راوستلی، چې بولي ته وړاندې کیږي.

دا چې د مجیب الرحمن ترڅنګ به د آی پي ایل سالیو بولي ته څومره افغان لوبغاړي واچول شي، تراوسه یې راپورونه نه دي ورکړل شوي.

که څه هم هند کرکټ بورډ ددې لیګ پیل وخت نه دی ښودلی، خو د اټکل له مخې به په راتلونکې مارچ میاشت کې پیل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...