په کابل کې ۱۳ کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د اُپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
پردغو کسانو د وسله والو غلاوو، وژنې، د غیرقانوني وسلو د لېږد او داسې نور تورونه پورې دي.
اعلامیه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه څلور میله وسله هم ترلاسه شوې ده.