Home » فرهنګی او ټولنیز » ‘کابل جان’ افغاني فلم د روټردام فسټیوال کې جایزه وګټله
رویداد خبري آژانس

‘کابل جان’ افغاني فلم د روټردام فسټیوال کې جایزه وګټله

“کابل جان” افغاني فلم د روټردام د فلمونو په نړیوال فسټیوال کې ایوارډ او جایزه وګټله.

“کابل جان” فلم د افغان ډایرکټرې شهربانو سادات په لارښونه د ډنمارک – جرمن اډومېټ کمپنۍ له خوا تولید شوی.

روټرډام نړیوال فلم فسټیوال پرون پای ته ورسېده او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو غوره فلمونو ته جایزې ورکړل شوې.

اډومېټ کمپنۍ پرون جمعه (د سلواغې ۱۷مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې کابل جان فلم ته د پوسټ پروډکشن یا له تولید وروسته کټګورۍ کې د لومړي مقام اوارډ او اوه نیم زره یورو جایزه ورکړل شوه.

د فلمونو ډایرکټرې شهربانو سادات تردې مخکې هم د ګرګ و مېش، پرورشګاه په نوم فلمونه په ځینو نړیوالو فسټیوالونو کې غوره جایزې ګټلې دي.

د کابل جان فلم داستان د یوې ځوانې کمره مینې او یوه خبریال په مینه څرخیږي.

ځوانه کمره مینه د ټلوېزیون په داسې خبریال زړه بایلي چې د دې دوه برابره عمر لري او دې فلم کې ښکاري چې دا جوړه څنګه د افغاني ټولنې د دودونو سربېره مینه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...