د بامیانو ځايي مسوولان وایي، یوازې په تېرو دریو میاشتو کې څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
باختر اژانس د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس، صفي الله رائد په حواله خبر ورکړی چې څه باندې ٩٢ زره او ۹۲ بهرنيو سيلانيانو يوازې د لوی اختر په شپو او ورځو کې د دغه ولايت تاريخي او طبيعي سیمو ته ورغلي دي.
باميان د خپلو تفريحي ځايونو، لرغونو اثارو او طبيعي جاذبو په لرلو سره د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د پام وړ دی او هر کال زرګونه سيلانيان دغه ولايت ته ورځي.
بند امير ملي پارک، قاضان فولادي، د بودا مجسمې، غلغلې ښار او ضحاک ښار د باميانو له مهمو تفريحي او لرغونو ځايونو څخه دي، چې د سيلانيانو پام ور اوښتی دی.
د يادونې وړ ده، چې ا.ا د بند امير ملي پارک ته د ښځو پر ننوتلو بنديز لګولى دى.