پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا نوې طرح هر اړخیزه بولي او وايي چې په ترکیه او روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکو غونډو هرکلی کوي.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، هغه پروسه چې امریکا یې طرح د راروانو څو اوونیو او میاشتو په مخه چمتو کړې، هدف یې د سیاسي حللارې پرمختګ دی،
نوموړی په عین حال کې د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان د جګړې د ښکېلو کورنیو اړخونو ونډه ټاکونکې او مهمه وبلله.
منصور احمد خان وايي چې پاکستان په تېرو ۴۰ کلونو کې نه یوازې د طالبانو، بلکې د ټولو افغانانو مېلمه پالنه کړې ده، خو هغه ټینګار وکړ چې اسلام اباد پر طالب مشرانو هومره نفوذ نه لري چې فشار پرې راوړي.
د پاکستان سفیر وايي چې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره په ترکیه او روسیه کې په راروانو غونډو کې پاکستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده او یادونه یې کړې چې هېواد به یې په ډېره لېوالتیا برخه په کې واخلي.