Home » اقتصادی » ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه یوه ځل بیا رد کړه
رویداد خبري آژانس

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه یوه ځل بیا رد کړه

وروسته تر هغه چې د ولسي جرګې او دولت ترمنځ د استادانو او سرتېرو د معاشاتو د زیاتوالي پر سر ناندرۍ رامنځته شوې ولسي جرګې د دویم ځل لپاره د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه رد کړه

ولسي جرګې د نن شنبه د جنورۍ ۱۶ ( مرغومي ۲۷) په عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت د راتلونکي ۱۴۰۰ مالي کال بودجې مسوده د دویم ځل لپاره رد کړه.

تردې وړاندې د مالیې وزارت ولسي جرګې ته د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې مسوده وړاندې کړې وه خو ولسي جرګې دغه بودجه رد کړه او زیاته یې کړه ترڅو چې دولت د استادانو، اجیرانو، سرتېرو او په ټوله کې د ټیټ رتبه مامورینو معاشات لوړ نه کړي او د نورو دولتي کارمندانو چې لوړ معاشونه اخلي کم نه کړي دوی به دغه مسوده تایید نه کړي.

بل لوري ته ولسمشرغني بیا د ولسي جرګې دغه طرحه نه ده تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې ولسي جرګه حق نه لري چې د مالي بودجې په څرنګوالي خبرې وکړي او په وینا یې په بودجه کې د تغیر راوستلو صلاحیت یوازې حکومت لري او ولسي جرګه یوازې کولای شي دغه مسوده رد یا تایید کړي.

د لومړۍ مسودې تر رد وروسته د مالیې وزارت په بودجه کې د شل میلیارده افغانیو په زیاتولو سره ولسي جرګې د دویم ځل لپاره دغه مسوده بیا رد کړه.

دغه راز د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د استادانو او سرتېرو د معاشاتو لوړول د دوی لپاره سره کرښه ده او ترڅو چې دولت د معاشاتو د لوړ والي طرحه ونه مني دوی به بودجه تایید نه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...