دافغانستان حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د حکومت لخوا د دوی د غوښتنو نه منلو په غبرګون کې پر کابل ټولې لویې لارې تړي او تر هغو به بندې وي، چې څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار څو ورځې وړاندې د سلواغې ۲۶ له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد سرتېرو د وتلو په ۳۲ مه کلیزه کې، حکومت ته د خپلو بندیانو نه خوشې کولو په غبرګون ګواښ وکړ او دغه شان یې حکومت یې د وسلو پر قاچاق تورن کړ.
هغه وویل: “ارګ ته وایو. ارګ مېشتي دې واوري چې تر ارګه ځو، ارګ مېشتو ته ښایوو که زموږ ټول زندانیان ژر بې له کوم قید او شرطه ازاد نهشي او زموږ مامورین، مجاهدین او افسران د شوې هوکړې پر بنسټ مدغم نهشي او کډوال مو ښارونو کې ځای پر ځای نهشي، ارګ تر هغه محاصره کوو چې د مفسدینو واک پای ته ورسوو.”
خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د نوموړي خبرې ټوکې بللې وې.
امرالله صالح پرخپله فیسبوکپاڼه د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار خبرو ته په غبرګون کې لیکلي وو، څلوېښت کاله وژنو، ترور، بغاوتونو کودتاه، دسیسو او توطیو نوموړی ( حکمتيار) تر ارګه ونه رساوه؛ هیڅ افغانستان ضد ادرس به نه وي چې هغه ورته مراجعه نه وي کړي، خو هغه بیا هم تر ارګه ونه رسېد؛ خو کله یې چې یې بیرغ، اساسي قانون او نظام ته غاړه کېښوده، په ارګ کې میلمه کړای شو.
خو د حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې د پلي کولو کمېسیون د یکشنبې په ورځ د ښاغلي حکمتیار تر څرګندونو ورسته په یوې خبر پاڼه کې د دغه ګوند د بندیانو د خوشې کولو په اړه ویلي، په ۱۳۹۹کال کې د افغانستان له زندانونو د حزب اسلامي ۱۱۶۴ بندیان خوشې شوي او ۷۴ تنه کیفیتي بندیان چې په اعدام، حق العبد، داعش او نشهيي توکو سره د اړیکو په تړاو او اختطاف قضیو کې ښکېل دي پاتې دي.
د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه، په ۱۳۹۵ کال کې لاسلیک شوه چې مهم ټکي یې د حزب اسلامي د سیاسي بندیانو ازادول، د حزب اسلامي د بېرته راستنېدونکو ته د سرپناه ځایونو برابرول، د حزب اسلامي د وژل شويو او معلولینو ثبتول او متقاعدینو حقوق یې اجرا کول او د دې ډلې د نظامي کدرونو جلب و جذب او په امنیتي ځواکونو کې جلبول یې د مهمو دندو څخه دي.