Home » افغانستان » ولسمشر: د جګړې ډول بدل شوی، د حل لاره وسلې او مهمات نه دي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر: د جګړې ډول بدل شوی، د حل لاره وسلې او مهمات نه دي

ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبې په ورځ (د وري ۹مه نېټه) د تاجیکستان ملي پوهنتون ته په خپله وینا کې وویل چې جګړه نامحدوده شوې او د جنګي او غیر جنګي سیمو تر منځ سرحد له منځه تللی دی.

ولسمشرغني وویل، افغانستان هره ورځ جګړه تجربه کوي او د دغه هېواد تر رغونې لاندې ټول بنسټونه تر بریدونو لاندې دي.

ولسمشر زیاته کړې چې د جګړې ډول بدل شوی دی، د حل لاره وسلې او مهمات نه دي، نو اړتیا ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر نورو لارو چارو فکر وشي.

نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام اقلیمي بدلون ته په اشارې وویل چې که په جنوبي اسیا کې هوا ۲،۵ درجې نوره هم ګرمه شي نو ۱۰۰ ښارونه به د اوبو له بېساري کمښت سره مخ او تر سل میلیونه وګړي به کډوالۍ ته اړ شي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دا ستونزه باید جدي وګڼل شي او اړین تدابیر ونیول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...