Home » فرهنګی او ټولنیز » هیلري کلنټن د کُردیو مېرمنو په زړورتیا فلم جوړوي
رویداد خبري آژانس

هیلري کلنټن د کُردیو مېرمنو په زړورتیا فلم جوړوي

د امریکا د متحده ایالاتو د پخوانۍ خارجه وزیرې هیلري کلنټن د پروډکشن لخوا په هغه کُردیو سربازو میرمنو فلم جوړېږي، چې د سوریې د کوباني ښار یې د داعش له منګلو خلاص کړی و. یاده دې وي د هیلري کلنټن پروډکشن نوموړې او لور یې چیلسي کلنټن د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې پرانیستی دی.

د عرب نیوز د راپور له مخې ویل کېږي چې د هیلري کلنټن د پروډکشن شرکت چې د Hidden light productions نوم یې پرې ایښي، د یوې امریکایي لیکوالې په کتاب (د کوباني د لورګانو د بغاوت، همت او د انصاف داستان) باندې فلم جوړوي.

ویل کېږي چې د کوباني لورګانې کتاب د کُردیو میرمنو د همت او زړورتیا داستان دی، چې د امریکا د مشهورې لیکوالې ګیل لیمن لخوا لیکل شوی او هیله شته چې د فبرورۍ په شپاړسمه باندې خپور شي.

هیلري کلنټن د کتاب په اړه وایي، چې دا کتاب د هغه زړورو او همت ناکو میرمنو کیسه کوي، چې د انصاف او برابرۍ لپاره یې خپل سرونه په داو کړي ول. نوموړې زیاتوي، چې نوموړې د Hidden light productions شرکت ځکه پرانستي ترڅو اتلان یاد کړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...