د نړۍ په یو شمېر هېوادونو، په تېره بیا د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د کووېډ-۱۹ مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي.
د جان هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، تر پرون سې شنبې(د سلواغې ۲۸مه نېټه) پورې په ټوله نړۍ کې په کووېډ-۱۹ د اخته شوېو کسانو شمېر نژدې یو سلو لس میلیونو ته ورسېد.
تر پرون پورې له دې ویروسه څه کم ۲ میلیونه ۴ لکه ۱۲ زره تنه مړه شوي وو.
جان هاپکېنز پوهنتون د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کووېډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر نژدې ۲۸ میلیونه ښودلی، خو وايي چې د جنورۍ له وروستیو څخه په متحدو ایالاتونو کې د کرونا پېښې په تېزۍ مخ په کمېدو دي ځکه چې دغه هېواد کې لسګونه میلیونه خلک واکسین شوي دي.
پرون د افغانستان د روغتیا وزارت وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۲ تنو د کووېډ-۱۹ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.
د دغه وزارت په وینا له دې سره په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵۴۰ ته ورسېد.