Home » افغانستان » لوګر کې ۲۹ طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

لوګر کې ۲۹ طالبان وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې د یو لړ شپني عملیاتو په ترڅ کې ۲۹ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو پرون د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۵ ( مرغومي ۲۶) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دې ځواکونو د یو لړ نورو عملیاتو په ترڅ کې په تیرو دوه ورځو کې د طالبانو درې لوې پوستې او څو پټنځایونه د پنځه زیرزمیني لارو په شمول له منځه وړي دي.

دغه راز د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ۵۳ کړۍ بیلابیل ماینونه د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.

رویداد خبري آژانس

دا په داسې حال کې دی چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي او له دې امله دواړه خواو ته مرګ ژوبلې اوړي.

خو وسله‌والو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...