د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه)د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جاوید قمر باجوه او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام اباد کې کتلي.
د پاکستان د پوځ او د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرو شوېو بیانونو له مخې، د افغانستان سوله د دوی د خبرو مهمه برخه وه.
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قبولوف هغه ادعا رد کړې چې په افغانستان کې یې د ایتلافي انتقالي دولت د جوړېدو وړاندیز کړی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره سې شنبې له سپوټنیک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغانستان په لومړي ګام کې یوه ایتلافي دولت ته چې د دواړو لورو د کنټرول توان او ځواک ولري اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې تېره ورځ خپور شو، د کابلوف دې او نورو څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي چې د نوموړي ویناوې د افغانستان له واقعیتونو سره سمون نه لري او ځینو برخو کې د روسیې د دولت له رسمي دریځ سره هم په تناقض کې دي.
په بیان کې طالبانو ته د اشارې په ترڅ کې همدا راز راغلي، قبولوف د هغې ډلې د ځواک په اړه مبالغه کړې چې په روسیه کې هم ممنوع اعلان شوې.