شاهین قول اردو د شمال په درېیو ولایتونو- فاریاب، بلخ او سرپل کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۴۵ طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې چې نن شنبه (د سلواغې ۱۸مه) سهار خپره شوه ویلي چې تېره شپه د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.
اعلامیه کې راغلي، د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې پرون ماسپښین د طالبانو پر مرکزونو په درېیو هوايي برید کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
شاهین قول اردو دغه راز د سرپل ولایت په سوزمه کلا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د څلورو طالبانو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.