Home » افغانستان » رحماني: ولسمشر دعليپور د غیر قانوني کړنو له کبله اندرابي له دندې ګوښه کړ
رویداد خبري آژانس
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

رحماني: ولسمشر دعليپور د غیر قانوني کړنو له کبله اندرابي له دندې ګوښه کړ

د ولسي جرګې رییس وایي عليپور په غیر قانوني کړنو بوخت دی خو ولسمشر د هغه د تعقیب پر ځای د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني نن دوشنبه (د وري ۹مه نېټه) د یادې جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې ولسمشر غني د عليپور د غیر قانوني کړنو له کبله د کورنیو چارو مخکېنی وزیر مسعود اندرابي له دندې ګوښه کړی دی چې دا کړنه یې د منلو نه ده.

د رحماني په وینا عليپور د سرور دانش په ضمانت خوشی شوی دی خو اوس په غیر قانوني کړنو بوخت دی.

عليپور د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي خپلسری قومندان دی چې په وروستیو کې یې د افغان پوځ یوه چورلکه وېشتلې ده او د ګڼو افغان سرتېرو په وژلو تورن دی.

افغان حکومت ویلي چې دغه غیر مسوول وسله وال به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...