۱. کېله د سترګو د ديد لپاره یوه ګټوره مېوه ده. کېله د سترګو روغتیا ته زياته ګټه رسوي او د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالي خطر کموي. په ورځني ډول یوازې د یوې کېلې خوړل د عمر په زیاتېدو د سترګو لید ته پېښېدونکو ناروغیو په مخنیوي کې ډېره مرسته کولای شي.
۲. کېله په خپل جوړښت کې له پوټاشيمه پرته ويټامين بي هم لري، ويټامين بي د ذهن په پياوړتيا او تازه ساتلو کې لويه ونډه لري.
۳. د کېلو خوراک انسان د وينې د فشار له ناروغۍ ژغوري. په کېله کې شته پوټاشيم يوازې دا نه چې د وينې فشار يو ډول ساتي، بلکې د زياتېدو مخه يې هم نيسي.
۴. که يو څوک هره ورځ کېله وخوري؛ نو هغه به د زړه له حملې خوندي وي او د سرطان د ناروغۍ شونتيا هم پکې کمېږي.
۵. په کېله کې پروبايټيک باکټريا د انساني غړيو په وده کې هم ونډه لري.
۶. روغتياپوهان وايي چې کېله هضم ښه کوي او د مضرو باکټرياوو مخه نيسي.
۷. که پر مخ مو د ځوانۍ له دانو په عذاب ياست، د کېلې د پوستکي په دننه خوا لږ شات واچوئ او پر مخ يې وموښئ.
– د کېلې پوستکي دننه خوا زيوارت، لوښي او غاښونه ښه پاکولای شي.