Home » سپورټ » د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ سیالۍ نن پيلېږي
رویداد خبري آژانس

د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ سیالۍ نن پيلېږي

نن شنبه (د کب ۲مه نېته) د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ لوبې پیلېږي.

راشد خان، محمد نبي، مجیب رحمن او یو شمېر نور افغان لوبغاړي په دې شل اوورېزو سیالیو کې د بېلابېلو لوبډلو له خوا لوبول کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: “د پاکستان غوره لیګ ته یو شمېر افغان لوبغاړي انتخاب شوي دي. په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل له اقتصادي او تخنیکي پلوه د لوبغاړو لپاره ګټور تمامیږي او هم په اړیکو کې مثبت تاثیرات اچولی شي.”

د پاکستان د غوره لیګ پیل لوبې ماښام په اووه بجو کېږي چې په کي کراچي کینګز او کویټه ګلډیټرز مخامخ کېږي. په کراچۍ کې محمد نبي او نور احمد او په کویټه کې قیس احمد لوبېږي.

سبا به د راشد خان د ټیم لاهور قلندر او د مجیب رحمن د ټيم پېښور زلمي لوبه وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...