Home » فرهنګی او ټولنیز » د نړۍ تر ټولو سختې پنځه ژبې
رویداد خبري آژانس

د نړۍ تر ټولو سختې پنځه ژبې

دا چي يوه ژبه څومره سخته ده، د ليکلو، د تلفظ، د لغت او جمله جوړولو او نورو اصولو باندي مربوط وي. خو د زده کوونکي فردي مشخصات هم مهم وي. دلته هغه پنځه مشهوره ژبې وپېژنئ چي د يونيسکو په وينا «د نړۍ تر ټولو سختې ژبې» دي:

۱ـ چينايي/ماندارين ژبه (官話 / 官话 /

د چينايي ټولې بڼي ۱۲۰۰ مليون ويونکي او د ماندارين بڼه يې ۸۰۰ مليونه ويونکي لري. چينايي ژبه ځکه مغلقه بلل کيږي چي تر ۱۰۰ زرو زيات ګرافيمونه/سمبولونه لري او په «زوړ طرز» او يا هم «ساده طرز» ليکدود ليکل کيږي. په دغه ژبه کي د تلفظ پر وخت د بېل تون/سپڼ/آهنګ کارولو له کبله لغت بېله معنی/تعبير ورکوي لکه لغت «ما» چي د مور، د بنګو د بوټي، آس يا د ښکنځلو معنی ورکولای شي.

۲ ـ نوې يوناني ژبه (ελληνική γλώσσα /

نوې يا عصري يوناني د څه باندي ۱۳ مليونو انسانانو مورنۍ ژبه ده. دغه ژبه دمګړی په ۲۴ بېلو تورو ليکل کيږي چي د اکثره يې د نورو اروپايي ژبو د تورو سره توپير لري. د پردۍ ژبي په توګه د نورو لاملونو تر څنګ د دغې ژبي د مغلقوالي يو لامل دا هم بلل کيږي چي پر لغتونو يې د زيات شمېر اصولو سره سم بېل تاکيد/فشار (accentuation) بيلي معناوي ورکوي. د دې تر څنګ د دغې ژبي د لغتونو تصريف هم ډېر مشکل تصور کيږي.

۳ ـ عربي ژبه (اَللُّغَةُ اَلْعَرَبِيَّة)

عربي چي بېلې لهجې لري په نړۍ کي د شاوخوا ۳۱۳ مليونو انسانانو مورنۍ ژبه او د ۴۲۴ مليونو انسانانو له پاره دويمه ژبه ده. د قرآن پاک له کبله دغه ژبه د ټولو مسلمانانو له پاره تر يوې اندازې اشنا ژبه ده. خو د تلفظ، ګرامر او نورو مشخصاتو تر څنګ د عربي ژبي ليکدود هم يو مهم لامل بلل کيږي چي ۲۸ توري لرونکې دغه ژبه په زياته د غيرمسلمانانو او غيرسامي کسانو له پاره د نړۍ په تر ټولو سختو ژبو کي راځي.

۴ ـ ايسلندي ژبه (íslenska / ايلېنسکا)

ايسلندي د ۳۱۴ زرو انسانانو مورنۍ ژبه ده. د دغې ژبي زښته زړه د لغتونو/ويونو پانګه او په همدې شان سخت او زيات ګرامري اصول د دې لامل دي چي دغه ژبه د نړۍ په تر ټولو مغلقو ژبو کي شميرل کيږي. د بېلګي په توګه د «ټپلين/ټپله لرونکي» لغت معنی په ايسلندي کي يو لغت نه دی بلکه دغه لغت د غوا، پسه يا آس له پاره په بېل شکل کارول کيږي. دغه ژبه ۳۲ توري لري چي اکثره يې لاتيني دي.

۵ ـ جاپاني ژبه (日本語 / نيهنګو)

جاپاني د نژدې ۱۲۷ مليونو انسانانو مورنۍ ژبه ده او د ليکلو له پاره يې درې بېل داسي ليکدودونه کارول کيږي چي پکښي کانجي يې مشهور ليکدود دی. جاپاني ژبه نه يوازي د خپل مغلق ليکدود له کبله سخته تصور کيږي بلکه د ليکلې بڼي او ويل کېدونکي ژبي تر منځ زيات توپيرونه هم د نوي زده کوونکي له پاره لويه ننګونه وي. په دغه ژبه کي په زياته تشريفاتي او د باتکلفۍ لغتونه زيات دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...