Home » افغانستان » د امریکا سفارت: خلیلزاد دا ځل د اوربند رامنځ ته کولو او جګړو د کمولو هڅه کوي
رویداد خبري آژانس
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی

د امریکا سفارت: خلیلزاد دا ځل د اوربند رامنځ ته کولو او جګړو د کمولو هڅه کوي

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په کابل کې له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو سره کتلي دي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.

د امریکا سفارت وایي چې خلیلزاد تر کابل وروسته دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته ځي او هڅه یې دا ده چې د جګړو د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ جذب کړي.

د امریکا سفارت وايي چې خلیلزاد دا ځل د دایمي ثبات د راتګ او اوربند په لټه کې دی او هڅه کوي دواړه لوري د جګړو کمولو ته تیار کړي.

خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس او پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسي شخصیتونو سره کتلي دي.

ټولو اړخونو پر دې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...