Home » سیمه او نړی » د امریکا د روغتیا وزیر استعفا ورکړه
رویداد خبري آژانس

د امریکا د روغتیا وزیر استعفا ورکړه

د امریکا د روغتیا وزیر الکس ایزار له خپلې دندې استعفا کړې ده او د ولسمشر ډ‌ونالډ ټرمپ په ګډون یې د هغه له ټولو ملاتړو غوښتنه کړې چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په سړه سینه خپله ماتې ومني.

الکس ایزار ټرمپ ته په یو لیک کې ویلي، هیله لري چې ټول امریکایان ډیموکراسي ته په درناوي د جنوري په شلمه نېټه د واک قانوني لېږد ته اجازه ورکړي.

سي ان ان ویلي چې نوموړي د ټرمپ د پلویانو له لوري پر کانګرس ماڼۍ تر یرغل وروسته استعفا کړې د جنوري په ۱۲مه یې ټرمپ ته یو لیک لېږلی خو لیک یې اوس رسنیو ته درز کړی دی.

د راپور له مخې، د لیک په یوه برخه کې راغلي چې ټرمپ د امریکا میراث زیانمن کړی دی او نور باید له بې ځایه سرټمبګي لاس واخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...