Home » اقتصادی » ازبکستان؛د کابل په ګډون پر ۱۳ ولایتونو وارداتي برېښنا قطعه کړې
رویداد خبري آژانس

ازبکستان؛د کابل په ګډون پر ۱۳ ولایتونو وارداتي برېښنا قطعه کړې

برښنا شرکت وايي، ازبکستان د کابل په ګډون پر ۱۳ ولایتونو وارداتي برېښنا قطعه کړې ده.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۶ (مرغومې ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې یاده ستونزه د ازبکستان د برښنا تولید په دستګاه کې د تخنیکي ستونزه له امله رامنځته شوې ده.

توحیدي که څه هم ونه ویل چې د وارداتي برښنا پرچاوي به څومره وخت ونیسي، خو نوموړي هیله وښودل چې یاده ستونزه ژر تر ژره هواره شي.

وحیدالله توحیدي زیاته کړه: “موږ په دې هیله یو چې هر څومره ژر چې کیږي، نن او یا تر نن غرمې، یا تر نن مازدیګر او که په دې ساعتونو باندې هم وشي، موږ به ډير خوشاله شو چې دغه ستونزه ژر حل شي.”

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د یاد شرکت د تخنیکي ټيم کارکوونکي له ازبکستان سره په اړیکه کې دي او هڅې کوي چې رامنځته شوې ستونزه هرڅومره ژر حل کړي.

برښنا شرکت له ازبکستان هیواد څخه ۴۶۰ میګاواټه برښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ده.

د یاد شرکت د معلوماتو په اساس اوس مهال د برښنا شبکه یوازې له کورنیو سرچینو څخه تامین کېږي چې په وینا یې د کورنیو منابعو له ډلې ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

په افغانستان کې د برښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

بلخوا په افغانستان کې د روانو نا امنیو له امله ډېر کله د برښنا مزي او پایې تخریب کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...