Home » سیمه او نړی » خیبرپښتونخوا کې ۲۲۰۰۰ د جومات امامانو ته تنخوا ټاکل کیږي
رویداد خبري آژانس

خیبرپښتونخوا کې ۲۲۰۰۰ د جومات امامانو ته تنخوا ټاکل کیږي


د خیبرپښتونخوا چارواکي وایي په پام کې لري چې د دغه ایالت د ټولو جوماتونو امامانو ته میاشتنۍ تنخوا ورکړي.

د دغه ایالت اعلی وزیر محمود خان ویلي دي چې د ۲۲۰۰۰ جوماتونو امامانو ته به د میاشتې ۱۰۰۰۰ روپۍ تنخوا ورکوي.

دا پرېکړه د سه شنبې په ورځ شوې ده او اعلی وزیر ویلي دي چې باید د کال په مالي ‌بودیجه کې د ملا امامانو تنخواوې شاملې شي.

د دې تر څنګ، په خیبرپښتونخوا کې په جوماتونو او مدرسو کې د لمریزې برېښنا د سیستمونو د برابرولو یادونه هم شوې ده.

تر دې مخکې په همدغه خیبرپښتونخوا کې حکومت د «حقاني مدرسې» سره د ۵۷ کروړه روپیو مرسته کړې وه. حقاني هغه مدرسه ده چې د افغان طالبانو اکثریت غړو او مشرانو په کې درسونه ویلي او وايي.

حکومتي چارواکي وايي غواړي له دې لارې په دینی‌ مدرسو کې ځینې اصلاحات راولي او د دیني مضامینو تر څنګ په کې ځینې عصري مضامین هم شامل کړي.

د امریکا غږ ډیوه رادیو وايي چې دا مهال په پاکستان کې د «اتحاد تنظیم مدارس» سره ۳۵۳۳۷ مدرسې ثبت او راجستر دي، خو د غیر راجستر شویو مدرسو شمېر لا معلوم نه دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...