Home » افغانستان » جلال اباد کې؛ وسله والو په یوه برید کې د يوې کورنۍ ٨ غړي وژلي
رویداد خبري آژانس

جلال اباد کې؛ وسله والو په یوه برید کې د يوې کورنۍ ٨ غړي وژلي

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له کبله د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي دي.

د  ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي، د جلال آباد ښار ٩ مې ناحیې اړوند د نغلو سراچه علي خان په سیمه کې تېره شپه ۹ بجې د تراویح لمانځه پرمهال د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي دي.

امرخېل زياتوي، پنځه تنه دحاجي عبدالوهاب په نوم کس زامن او درې نور يې وريرونه دي.

والي وايي، د معلوماتو له مخې دا پېښه د شخصي ځمکې پر سر د راپورته شوي جنجال له کبله رامنځته شوې ده.

نوموړي وايي چې پېښه د امنیتي او کشفي ارګانونو تر جدي څېړنې لاندې ده او په اړه به یې معلومات تر بشپړو پلټنو وروسته شریک شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...