Home » دسته‌بندی نشده » بنګله‌دېش کې پنځه لاریون کوونکي وژل شوي
رویداد خبري آژانس

بنګله‌دېش کې پنځه لاریون کوونکي وژل شوي

د بنګله دیش په جنوب کې پر لاریونکونکو د پولیسو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه پنڅه کسان وژل شوي او یوه بل ټپي شوی دی.

د بنګله‌دېش د پولیسو یوه چارواکي عزیزالاسلام پرون (د اپرېل په ۱۷مه نېټه) وویل نښتې هغه مهال پیل شوې چې پولیسو د برېښنا د یوې فابریکې د معترضو کارګرانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

د چین په مرسته د دې جوړېدونکې نیمګړې فابریکې کارګرانو د خپلو پاتې تنخواګانو غوښتنه کوله.

پولیس وايي معترضو کارګرانو او د سیمې اوسېدونکو د کوتکو په وسیله پر دوی حمله وکړه او دوی د خپل ځان د دفاع لپاره ډزو ته اړ شول.

راپورونه وايي چې واړه پنځه وژل شوي کسان کارګران وو.

په ۲۰۱۶ کال کې هم په دې سیمه کې د برېښنا د تولید د دې فابریکې د ځمکې د پېرېدلو پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...