ایران وايي، که واشنګټن بندیزونه ترې لېرې کړي، نو ټول هغه اقدامات به پای ته ورسوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي سره په ټکر کې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه) پر ټویټر په یو بیان کې ویلي، که بندیزونه لېرې شي نو تهران به سمدستي له هغو اقداماتو په شا شي چې له مجبوریته یې تر لاس لاندې نیولي وو.
له دې مخکې واشنګټن د یوه نوي اقدام په ترڅ کې چې هدف یې ظاهراً له ایران سره د اړیکو ښه کول دي د تېرې پنجشنبه په ورځ وویل چې له تهران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په اړه خبرو ته چمتو دی.
سپینې ماڼۍ پنجشنبې په ورځ همد اراز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم خبر ورکړ چې د هغو مېکانېزمونو طرحې یې فسخ کړي دي چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په سېپټمبر میاشت کې وړاندیز کړی وو او ټینګار یې کاوه چې د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو ټول پخواني بندیزونه باید له سره ولګول شي.