د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په خبري غونډه کې ویلي چې په کابل کې د خلیلزاد درې ورځنی سفر پای ته رسېدلی دی.
د نډ پرایس په خبره په دې سفر کې پر بېلو مسایلو بحث شوی دی او په وینا یې دا سفر ګټور و.
هغه د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو دا یې زیاته کړې چې تر اوسه طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د اندېښنې وړ ده.
بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې خلیلزاد د خورا مهمو مسایلو او سولې په اړه له افغان چارواکو، سیاسیونو او مدني فعالینو سره خبرې کړې دي.
سرچینه کاږي چې د خلیلزاد سفر له لاس ته راوړنو ډک و، خو په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.