Home » سیمه او نړی » امریکا له اوکراین سره د پوځي مرستې اعلان وکړ
رویداد خبري آژانس

امریکا له اوکراین سره د پوځي مرستې اعلان وکړ

د امریکا دفاع وزارت له اوکراین سره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه.

پنټاګون په یوه اعلامیه کې وايي، په دې مرستو کې په وسلو سمبالې د ګزمې دوه کښتۍ هم شاملې دي څو اوکراین له هغو په کار اخېستو سره له خپل سمندري قلمرو څخه دفاع وکړای شي.

اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې پرسر له روسیې سره اختلاف لري.

مسکو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا اشغال کړه او له هغه وخته تراوسه د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو ملاتړ کوي.

د اوکراین په جګړه کې چې ۷ کاله پرې اوښتي، تر اوسه له ۱۴ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...