افغانستان او تاجکستان په بېلا بېلو برخو کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د تاجیکستان جمهوررئیس امام علي رحمان په حضور کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پنځه تفاهم لیکونه او یادښتونه لاسلیک شول.”
خبرپاڼه لیکي:” د همکاریو دغه تفاهم لیکونه او یادښتونه په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټي، ترانزیټي، انرژۍ او فرهنګي برخو کې د دواړو هیوادونو د اړوندو مسوولینو له لوري لاسلیک شول.”
ارګ وایي، همداراز د دواړو هیوادونو د مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجیکستان جمهوریت ترمنځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.
دا په داسې حال کې دی چې نن سهار افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه ورځني سفر د اسیا زړه استانبول بهیر کنفرانس کې د ګدون په موخه تاجکستان ته روان شو.
ټاکل شوې د یاد کنفرانس اصلي رسمي غونډه سبا په دوشنبه ښار کې پیل شي.