Home » افغانستان » افغان کومانډو ځواکونو په هرات کې د طالبانو زندان مات کړی
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

افغان کومانډو ځواکونو په هرات کې د طالبانو زندان مات کړی

دافغانستان د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات کړي چې له دې زندان یې ۳۴ کسان را خوشي کړي دي.

دغه وزارت وایي، په خوشي شوو کسانو کې ۱۱ کسه یې د ملي اردو منسوبین، ۷ پولیس، درې کسه د هوايي ځواک غړي او د دولتي مامورینو په ګډون نور کسان شامل دي.

ملي دفاع وزارت همدا راز وایي چې په دې عملیاتو کې شپږ کسه طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...