اورپایي ټولنه وایي، په افغانستان کې روان تاوریخوالی د اندېښنې وړ دی، که طالبان په ریښتیا سوله غواړي اوربند دې وکړي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو له پیل راهیسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ دی او په وینا یې په دې اساس وخت کې د جګړې دوام هیڅ د منلو وړ نه دی.
ښاغلي پاولس زیاته کړه، اروپایي ټولنه به تل د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په خبره یې پر طالبانو غږ کوي چې اوربند دې وکړي او له تاوتریخوالي دې لاس واخلي.
هغه دغه راز د کابینې د سرپرستانو په اړه وویل، د مرکزي بانک او وزارتونو د سرپرستانو د کار پر دوام څارنه کوي او په وینا یې د دې تمه یې نه لرله چې حکومت دې له ولسي جرګې رد شوي وزیران کار ته پرېږدي.
بل لورته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی دی.
دغه راز د ولسي جرګې ځينې غړي هم وايي، هغه وزیران چې د دغې جرګې له لارې رد شوي حکومت یې باید له دندو لرې کړي او دوی ته نوي وزیران د رایې اخیستنې لپاره ور وپېژني.