Home » افغانستان » اروپايي ټولنه: افغانستان کې پر ملکیانو د اکثریت حملو مسؤلین طالبان دي
رویداد خبري آژانس

اروپايي ټولنه: افغانستان کې پر ملکیانو د اکثریت حملو مسؤلین طالبان دي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايی په دې هېواد کې باید تاوتریخوالی ودرېږي.

دې ټولنې په جلال اباد کې د رسنیو د درېيو ښځينه کار کوونکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې پر ملکیانو د اکثریت حملو مسؤلین طالبان دي.

دغې ټولنې د چهارشنبې (د کب ۱۳مه) په ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د رسنیو د درېيو کار کوونکو مرسل واحدي، شهناز روفي او سعدیه سعادت وژنه سخته خواشینوونکې پېښه ده.

د انعکاس ټلوېزیون دا کار کوونکې د مارچ په دوهمه نېټه د سې شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې په ډزو ووژل شوې.

داعش سخت دريځې ډلې د دې حملې مسؤلیت منلی.

که څه هم طالبانو په جلال اباد ښار کې پر ښځينه خبریالانو د حملې مسئولیت رد کړی، خو اروپايي ټولنې په دې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان په مستقیمه او یا هم د اوربند په مخالفت سره د ملکیانو د اکثریت مرګ ژوبلې او هدفي حملو مسؤل دي.

د اروپايي ټولنې خبرپاڼه زیاتوي چې په ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه چې خبریاله ملاله میوند ووژل شوه، دا حملې ښيي چې د رسنیو کار کوونکي، په ځانګړي توګه ښځې، له څومره زیانمنونکي او خطرناک وضعیت سره مخامخ دي.

طالبانو د اروپايي ټولنې دې اعلامیې ته ځواب نه دی ویلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...