د ارزګان ولایت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ بېلابېلو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ارزګان د کرنې ریاست رییس احمدشاه خیري وایي، چې د روان کال په ترڅ کې ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو لپاره ۷۲ پروژې پلي شوي دي، چې په کې د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼو او انارو دوه صفردرجې سړې خونې جوړول او پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۱۵ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي، چې له دې ډلې د ۵۷ پروژ چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د نوموړی دغه راز زیاتوي، چې ددغو پروژو ټولیز لګښت ۳۲میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۱۶ افغانۍ ده، چې د ۱ زر او ۵۸ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې وړتیا لري.
د هغه په وینا یادې پروژې، چې د کرنې وزارت له خوا طرحه او تمویل شوي دي، ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې او د کلیو د پراختیا یي شوراګانو په مرسته پلي شوي دي.