د افغانستان د دولت او وسله والو طالبانو د سولې مذاکراتي ټیمونو له نږدې پنځو اونیو ځنډ وروسته پرون ماښام سره لیدلي دي. د افغان دولت مذاکراتي ټیم په خپل ټوېټر باندې په دې اړه یو لنډ پیغام خپور کړی. په پیغام سربېره د لیدنې په اړه د ټيم د ...
Read More »ملګري ملتونه:ښکېل لوري دې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي ګامونه پورته کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنی راپور به نن خپور کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دیبرا لاینز په یوه ټویټ کې ویلي، د دغه مهم راپور هدف دا دی چې ...
Read More »وسله والو په شمالي وزیرستان کې څلور ښځینه کارکوونکې وژلې
په پاکستان کې ناپېژندو وسله والو په یوه برید کې د یوې نادولتي ټولنې څلور ښځینه کارکوونکي وژلي دي. پولیس چارواکي وايي دغه ښځې په شمالي وزیرستان کې په موټر کې ناستې او کار ته روانې وې چې برید پرې شوی دی. دا پېښه د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۲ ...
Read More »کرنې وزارت: فراه کې یو زر او ۲۴۷جریبه نوي بڼونه جوړ شوي
تېرو درو کلونو کې فراه کې یوزر او ۲۴۷ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې «CBARD» له لارې په تېرو درو کلونو کې په دې ولایت کې یو زر او ۲۴۷ جریبه نوي ...
Read More »کرنې ریاست: پروان کې د سویابینو یو زر او ۶۰۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي
د پروان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د بګرام او جبل السراج په ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه او ۳۷۳ زره او ۱۳۹ افغانیو په لګښت د سویابینو یو زر او ۶۰۰ ننداریزې کروندې ...
Read More »عبدالله:نړیواله ټولنه دې طالبان اړ کړي چې له جګړو لاس واخلي
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د سولې د راتګ او جګړو د درولو لپاره پر وسله والو طالبانو فشار ډېر کړي. د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا ...
Read More »د صرافانو ټولنې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه
د افغانستان حکومت وایي، د افغانستان د صرافانو عمومي ټولنې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه. د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د دې ټولنې استازو له ولسمشر سره په کتنه کې دغه اعتصاب چې له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې یې ...
Read More »دفاع وزارت: کندهار کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان ووژل شول
د افغانستان پوځ ادعا کوي چې د دغه هېواد په جنوب کې یې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان په یوه هوایي برید کې وژلي دي. د افغانستان ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په کندهار ولایت کې یې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان په یوه هوایي ...
Read More »ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه تصویب کړه
د ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه بالاخره نن دوشنبه (د کب څلورمه ) تصویب کړه. د افغانستان د ولسې جرګې رییس میر رحمن رحماني وویل چې حکومت د مأمورینو او ښوونکو د تنخواوو د زیاتولو لپاره د دې جرګې مشروع غوښتنې د بودجې په اصلاح شوې مسوده کې ...
Read More »د روسیې او بلاروس هېوادنو مشران نن په سوچې ښار کې سره ګوري
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بلاروس رهبر الکساندر لوکاشینکا به نن دوشنبه د فبرورۍ۲۲ د روسیې په سوچي ښار کې سره وګوري کرملېن تېره اوونۍ ویلي و چې پوتین او لوکاشینکا به پر اقتصادي اړیکو، د انرژي پر مسئلو او امنیتي موضوعاتو بحث وکړي. دوی داسې مهال سره ...
Read More »