Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 151)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

بېلاروس کې د اټمي انرژۍ دستګاه درول شوې

د بهرني رسنیو په حوله بېلاروس هېواد کې د اټمي انرژۍ دستګاه د یو شمېر ستونزو له امله ودرول شوه.  د یاد هېواد د اټمي انرژۍ دستګاه د لیتوانیا له پولې سره نژدې پرته ده. څه موده وړاندې د بیلاروس هېواد مشر الکساندر ددې دستګاه پرانیسته کړې وه او ویلي ...

Read More »

افغان ځانګړو ځواکونو فراه کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې دریم مشر وژلی

رویداد خبري آژانس

د ملي امنیت عمومي ریاست په فراه کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې د دریم مشر د وژل کېولو خبر ورکړ. د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست پرون سې شنبه (لړم ۲۰مه) رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې محمد حنیف مشهور په عبدالله د ...

Read More »

ننګرهار کې د هوايي ځواک یوه چورلکه نسکوره شوې

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي نن چهار شنبه ( ۲۱ د لړم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي ځواک یو هلیکوپتر الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده. د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی پیښه تاییدوي او په یوه ...

Read More »

هلمند کې ۱۳طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویداد خبري آژانس

د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې ۱۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ ددغه ولایت ناوه ولسوالۍ په ژړ سیمه کې د طالب وسله والو دیوه قومندان ملارفیع الله په ګډون ۱۰ وسله وال ...

Read More »

هلمند کې د هلکانو ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

رویداد خبري آژانس

د هلمند ولایت د مرکز اړوند د B21 هلکانو ښوونځي نوې ودانۍ د پټۍ په پریکولو سره ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې هکله جوړو شویو مراسمو کې د ولایت مرستیال والي الحاج بسم الله روحاني، د پوهنې رییس داود شاه صفاري او د ښارجوړونې رییس محمد فاضل صافي ...

Read More »

دانش: ازاد شوي ډیری طالب بندیان بېرته د جګړو ډګر ته ګرځېدلي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هېواد کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو او د نوموړي په وینا د سولې پروسې سره د طالبانو پر نه همکارۍ د نیوکو ترڅنګ ویلي د دې ډلې ډېر خوشې شوي بندیان د خپلو ژمنو خلاف بېرته جګړو ته ګرځېدلي دي. سرور دانش ...

Read More »

ننګرهار کې د اوبو ۱۰ بندونه جوړيږي

په ننګرهار ولایت کې دا بندونه به د اوبو مدیریت او د سیلابونو د مهارولو په موخه جوړیږي. د لسو بندونو پروژې چارې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا پلې کيږي. د یادو بندونو قراردادونه په داسې مهال کې لاسلیک شول چې د اوبو د چارو د ...

Read More »

تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۶۶ کسان په کرونا وېروس اخته شوي دي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۴۶۳ ته رسېدلی دی. د روغتیا وزارت په وینا، ...

Read More »

داعش ډلې په عراق کې ۱۱ تنه وژلي دي

عراقي رسنۍ د روغتیايي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په بغداد کې د دولت د ملاتړو قومي قواو پر یو قرارګاه باندې داعش ډلې برید کړی دی. یاده سرچینه رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې ۱۱ تنه وژل شوي دي. یوه بله امنیتي سرچینه د نوم د ...

Read More »

صالح؛خوشال سادات د پاکستاني ویزو د وېش بهیر د تنظیم لپاره د مسوول په توګه ټاکلی دی

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر لومړي مرستیال د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د تصدۍ رییس جنرال خوشال سادات د پاکستاني ویزو د ویش بهیر د تنظیم لپاره د مسوول په توګه ټاکلی دی. امرالله صالح په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې خوشال سادات به د پاکستان د ویزو د ...

Read More »