Home » سیمه او نړی » یو افغان په اتریش کې د تروریستي برید کې د لاس لرلو په تور نیولی
رویداد خبري آژانس

یو افغان په اتریش کې د تروریستي برید کې د لاس لرلو په تور نیولی

د اتریش مقامات وایي دوه تنه نور یې هم د ویانا ښار د نومبر د میاشتې د دوهمې نیټې په تروریستي برید کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

د اتریش د څارنوالۍ د دفتر ویاند پرون یکشنبه د دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) وویل چې یو نیول شوی شخص ۲۶ کلن افغان دی.

هغه د افغانستان ددغه اوسیدونکي او د بل نیول شوي شخص د هویت په اړه زیات معلومات ورنکړل.

تیره میاشت د اتریش په پلازمینه ویانا ښار کې د داعش د ډلې یو ملاتړي څلور تنه په ډزو ووژل او ۲۲ تنه یې ټپیان کړل.

دغه کس په سوریه کې د داعش د ډلې سره د یوځای کیدو د هڅې په تور محکوم او بندي شوی و.

د ویانا د ښار بریدګر چې ۲۰ کلن او د اتریش او مقدونیه هیواد تابعیت یې درلود، د پولیسو په ډزو کې وژل شوی.

ددغه برید په اړوند په اتریش او سویس کې اته تنه نیول شوي دي او مقاماتو د دوو جوماتونو د تړلو امر هم کړی دی چې بریدګر شخص ورته تګ راتګ کاوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...