Home » سیمه او نړی » ګرینفیلډ په ملګروملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه وټاکل شوه
رویداد خبري آژانس
لېنډا توماس ګرینفیلډ

ګرینفیلډ په ملګروملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه وټاکل شوه

د امریکا سنا د سې شنبې په ورځ (د کب ۵مه نېټه) لېنډا توماس ګرینفیلډ په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحد ایالاتونو د سفیرې په توګه تایید کړه.

په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر پرون سې شنبه (د کب ۵مه) د غونډې پر مهال وویل، ګرینفیلډ په داسې وخت کې خپل کار پیلوي چې د نړۍ هېوادونه باید له کووېډ-۱۹ سره په مبارزه کې او د اقلیم د بدلون په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

مېرمن ګرینفیلډ څو لسیزې ډیپلوماته پاتې شوې، دې د لایبریا، سویس او پاکستان په ګډون د امریکا په سفارتونو کې کار کړی دی.

دا د ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په وخت د امریکا په بهرنیو چارو په وزارت کې د افریقا د چارو مرستیاله وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...