Home » اقتصادی » کرنې ریاست:هلمند کې ۹۳ پراختیايي پروژې پلي شوي
رویداد خبري آژانس

کرنې ریاست:هلمند کې ۹۳ پراختیايي پروژې پلي شوي

ملت ته د دولت حساب ورکولو د برنامو په لړ کې د هلمند ولایت دکرنې ریاست چارواکو، د یاد ریاست د ۱۳۹۹یم مالي کال د کړنو په هکله ددې ولایت خلکو ته حساب ورکړ او د ۱۴۰۰یم مالي کال پلانونه یې له خلکو سره شریک کړل.

ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل:” په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو ترڅنګ د هلمند د کرنې ریاست په دې ولایت کې نږدې ۹۳ پراختیایي پروژې پلي کړي دي، چې په کې ممیزخونې، نوي تاسیسات او د سوداګریزو بڼونو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، پر کرنیزو تخمونو څېړنه، د حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوي، بزګرانو ته روزنیزې پروګرامونه او عامه پوهاوی شاملې دي.”

د ښاغلي الکو په خبره د یادو پروژو په پلي کېدو سره د هلمند دکرنې په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شوې او ترڅنګ یې ګڼو خلکو ته د اوږد او لنډمهالې دندې برابرې شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...