کاناډا د ډونالډ ټرمپ یوه ملاتړې سخت دریځې ډله د ترهګرو په لېست کې شامله کړې ده.
د کاناډا حکومت ویلي چې د مغروره ځوانانو په نامه دغه ډله ان د امریکا پر کانګریس په شوي برید کې هم لاس لري او ددې تر څنګ یې په کاناډا کې په ګڼو ورانکاره فعالیتونو کې لاس لرلی دی.
د کاناډا حکومت ویلي له دې وروسته دغه ډله دوی ته د ترهګرو په شان ده، شتمنۍ به یې کنګل کېږي او ملاتړي به یې د حکومت له لوري نیول کېږي.
د مغروره ځوانانو ډله له کلونو راهیسې فعالیت کوي، چې ټول غړي یې نارینه دي، د کډوالۍ مخالف دي او تل په خپلو لاریونونو او فعالیتونو کې له تاوتریخوالي او زور زیاتي کار اخلي.