Home » افغانستان » کابل کې د درملنې په هدف لسګونه معتادین روغتیایي مرکزونو ته یووړل شوي
رویداد خبري آژانس

کابل کې د درملنې په هدف لسګونه معتادین روغتیایي مرکزونو ته یووړل شوي

د روغتیا وزارت وایي، د کابل له بېلابېلو سيمو څخه تر دوه سوه ډېر معتادین راټول او د معتادينو روغتيايي مرکزونو ته يووړل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معتادينو د درمنلې د ملي پروګرام مسوول محمد شعیب شهرام وايي چې، دا کمپاین د کابل په سرای شمالي او پل سوخته سيمو کې وشو.

نوموړي ویلي، چې په دې کمپاين کې د عامې روغتیا وزارت نشه يي موادو غوښتنې کمولو ریاست، پوليسو، کار او اجتماعي چارو وزارت ونډه درلوده.

هغه دغه راز ویلي دې کمپاين په نتيجه کې ۲۲۵ بې سرپناه معتادین چې د ژمي د يخنۍ له امله يې ژوند له ګواښ سره مخ و راټول او د معتادينو روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...