لانګ ور ژورنال په یوه تحلیل کې لیکي چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د اسلامي امارت د تاسیس په لټه کې دي.
لانګ ور ژورنال په یوه تحلیل کې لیکي چې طالبان د افغانستان اوسنی حکومت نه مني او په خبره یې دغه ډله د خپل حکومت د تاسیس او واک ته رسېدو لپاره جګړه کوي.
لانګ ور ژورنال لیکي سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې د سولې لپاره پيل شوې دي خو په افغانستان کې جګړه خونړۍ ده او طالب مشرانو له خپلو وسله والو غوښتي چې په افغانستان کې د یوه بل حکومت د جوړولو لپاره باید خپلو جګړو ته ادامه ورکړي.
لانګ ور ژورنال وایي که وضعیت همداسې روان وي نو ددوحې هوکړه او بین الافغاني مذاکرات بې پایلې دي او باید په دې اړه امریکا خپل دريځ روښانه کړي.