Home » فرهنګی او ټولنیز » پوهنې وزارت: په میدان وردګو کې د نجونو او هلکانو د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
رویداد خبري آژانس

پوهنې وزارت: په میدان وردګو کې د نجونو او هلکانو د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي د میدان وردگو په بهسودو لومړي حصې ولسوالۍ کې د ( دهن آبدرې) په نوم د نجونو او هلکانو د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې وزارت وایي د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو، بیارغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له لارې دیو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول د ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

یاد وزارت ویلي، دغه ښوونځی ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د پاکو اوبو څاه او ۳ تشنابونه لري، چې په یوه وخت کې د ۲۰۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري.

د میدان وردګو پوهنې رییس محمد سعید منصور ویلي چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره په دوو وختونو کې ۴۰۰ نجونو او هلکانو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...