Home » اقتصادی » ولسمشر: د درملو واردوونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې روښانه کړي
رویداد خبري آژانس

ولسمشر: د درملو واردوونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې روښانه کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د درملو واردوونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې څرګندې کړي او د درملو د کیفیت مسوولیت ومني.

ولسمشر غني پرون د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۴ ( مرغومي۱۵) ماښام په ولسمشرۍ مانۍ کې د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په ناسته کې ویلي، شرکتونه دې په هېواد کې دننه د درملو د تولید لپاره پانګونه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر ویلي، په راتلونکو دوو کلونو کې دې طبي وسایلو او تجهیزاتو ته د افغانستان پر اړتیاوو هراړخیزه څېړنه وشي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې افغانستان د روغتیايي وسایلو او درملو له پلوه پر ګاونډیو هېوادونو تکیه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...